د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا په موخه د سنبلې میاشتې پر مهال له ۳۴ تأسیساتو او ښوونیزو مرکزونو څخه سروې ترسره شوې ده
د عامې روغتیا وزارت د خطر تحلیل، د خوراکي توکو څارنې او معیارونو تدوین ریاست د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د خوړو ۱۳ تولیدي تأسیساتو او د ۲۱ خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو له کانټینونو څخه ساحوي سروې او ارزونې ترسره کړې.
د دغو څارنيزو فعالیتونو په پایله کې د خوړو ۴ تولیدي فابریکو فعالیتونه وڅېړل شول او یو شمېر غیرمعیاري لومړني توکي او تولیدات قرنطین شول. په دې ډله کې شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه وچ آلوبالو، لسګونه بوجۍ له نېټې تېر لومړني توکي، له ۲۸۰۰ څخه ډېرې د معدني اوبو او غیرالکولي مشروباتو بوتلونه شامل دي. همدارنګه، د مشکوکو توکو نمونې د کیفیت او خوندیتوب د تثبیت په موخه لابراتوار ته واستول شوې.
د ظرفیت لوړونې په برخه کې، د خوړو خوندیتوب په اړه د ښوونځیو ۷۲ تنو استادانو او د خوراکي توکو د تولیدي تأسیساتو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه هم ترسره شول.
سربېره پردې، د شګېلا (Shigella) باکتریا، ارسنیک او د افت وژونکو د پاتې شونو خطرونو په اړه تخنیکي مطالعات ترسره شول. همدارنګه، د ساسیج، قهوې، آیسکریم، د ماشومانو د شیرینۍ، بسکویټو، کیک او یو شمېر نورو خوراکي توکو د معیارونو مسودې د تخنیکي کمېټو له لوري وڅېړل شوې او تأیید شوې.
د یادو فعالیتونو موخه د خوړو خوندیتوب معیارونو پیاوړتیا، د غیرمعیاري خوراکي توکو مخنیوی او د خلکو، په ځانګړي ډول د زدهکوونکو، د روغتیا ساتنه ده.
