د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روسيې د روغتیا له وزیر، ښاغلي میخایل آلبرتویچ موراشکو سره ليدنه وکړه
په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اوږدمهاله روغتیايي همکاریو د پراختیا، روغتیايي سکتور د پیاوړتیا او سیستم جوړونې، د درملو، واکسینونو او طبي تجهیزاتو د وارداتو او همکارۍ، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د نوې او عصري طبي ټکنالوژۍ د انتقال او یو شمېر نورو مهمو روغتیايي موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سکتور د اړتیاوو او لومړیتوبونو په اړه معلومات وړاندې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، روغتیايي کارکوونکو مسلکي ظرفیت د پیاوړتیا او د عصري طبي اسانتياوو رامنځته کولو په برخو کې یې له روسیې څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
بل لور، د روسیې د عامې روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې د تخنیکي همکاریو لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند او ویې ویل: روسیه چمتو ده چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي همکاریو ته پراختیا ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.
همداراز، دواړو لورو ټینګار وکړ چې د روغتیا په برخه کې به د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ اړیکې او همغږي لا پیاوړې شي.
