د خوړو او درملو معینیت لوړ پوړي پلاوي په هندوستان هېواد کې د اړوندو روغتيايي ادارو له مسؤلینو سره د همکاریو د پراختیا په موخه  ليدنې وکړې

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۳:۵۰
MOPH

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ يو تخنيکي پلاوي هندوستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د درملو د کنټرول او تنظیم مرکزي ادارې، د خوراکي توکو د وارداتو د تنظیم ادارې او د هند د دودیزو او بدیلو روغتیايي سیستمونو وزارت (ايوش) له مسؤلینو سره بېلا بېلې ناستې تر سره کړې.

په دغو ناستو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیکونو نهایي کولو، د هندي درمل جوړوونکو فابریکو د ارزونې بهیر او د خوراکي توکو د وارداتو په برخه کې د شته ننګونو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

همداراز، د چارو د لا ښه تنظیم په موخه پرېکړه وشوه، چې دواړه لوري به د انلاین ناستو له لارې شته موضوعات پر وخت تعقیبوي، هندي لوري به د هوکړه لیکونو په اړه خپل تخنیکي نظرونه له افغان لوري سره شریکوي؛ ترڅو موضوع د ډیپلوماتیکو لارو وروستۍ او د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۱
Background image

د خوړو او درملو مرستیال په ممبۍ کې د کیفیت کنټرول له خصوصي لابراتوار څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي هند هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې په ممبۍ ښار کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول خصوصي لابراتوار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۴۶
Background image

د نس ناستي ناروغي!

نس ناستی په ماشومانو کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده؛ خو د مناسبې پاملرنې او پر وخت درملنې له لارې د ناوړه پایلو مخه نیول کېدای شي.

د ماشومانو د نس ناستي پر مهال لاندې سپارښتنو ته جدي. . .

BACK TO NEWS