تېر کال د خیر خانې ۱۰۲ بستریز تخصصي او ثالثي روغتون کې ۲۸۴۸ بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۲۸
MOPH

د یادو عملیاتونو له ډلي (۱۹۷۰) ستر او (۸۷۸) یې واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۵۹۲۱) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۱۹۰۲۹) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.