د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!
هغو محترمو ډاکترانو ته، چې د FMIC روغتون د کارډیولوژي فوق تخصص ازموینې لپاره یې نومليکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي چې، د هغوی تحریري ازموینه به د ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلوې میاشتې په ۱۵مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو FMIC روغتون کې واخیستل شي.
یادونه:
۱ـ محترم نوماندان دې د ازموینې په ورځ د خپلې برېښنایي تذکرې اصل له ځانه سره ولري.
۲ـ د لا زیاتو معلوماتو لپاره کاندیدان کولای شي، د لاندې واټساپ شمېرې له لارې اړیکه ونیسي: 0788209637
نېټه:
۱۴ / ۱۱ / ۱۴۰۴ هـ ش
۱۵ / ۸ / ۱۴۴۷ هـ ق
