سرپل ولایت کې له خصوصي روغتیايي سکټور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د سرپل د عامې روغتیا ریاست او د یاد ولایت د بېلا بېلو ادارو ګډ ټیم له لوري ترسره شوه، چې پایله کې یې ۵۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او ۳۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي او غیر الکولي مشروبات د یاد ولایت له مرکز څخه راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.