هرات ولایت کې د خوراکي توکو د فابریکو څځه نظارت تر سره شو

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت د هرات صنعتي ښارګوټي کې د خوراکي توکو دوه فابریکو څخه نظارت تر سره کړ، چې پایله کې یې ۱۶ بیلره خام مواد او ۴۶۵ کېلوګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.