د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د غزني ولایت اړوند، ولي محمد شهید (خوګياڼي) ولسوالۍ کې د عمومي روغتون GH(New CHC) رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1405/NCB/W-2890) ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرط پاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرط پاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه (وړاندېزونه) د اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر پنج شنبې ورځې، چې 09/05/1448 هـ ق – 30/07/1405 هـ ش نېټه، سره سمون لري، د سهار 9:30 بجو چمتو او د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست اړوند د آفر پرانستې خونې ته، چې د کابل ښار، وزير محمد اکبرخان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري وسپاري.
یادونه: ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونه کې ترسره کېږي.
