د عامې روغتیا وزارت مرستیال په ننګرهار کې د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون روغتیايي خدمتونه وارزول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روداتو ولسوالۍ د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې موخه په یاد روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو ارزونه وه، چې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال او مل پلاوي د روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي کارکوونکو فعالیتونه یې وارزول او د خدمتونو لا ښه والي او کیفیت لوړولو په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه، ښاغلي مرستیال د ننګرهار عامې روغتیا ریاست، یونیسیف او تطبیق کوونکو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ؛ تر څو د روغتونونو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وشي او خلکو ته روغتیايي خدمتونه په اغېزمن، شفاف او معیاري ډول  وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۵
Background image

هلمند ولایت کې شلو روغتیايي مرکزونو ته د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د واکسین خوندي ساتنې معیاري سولري یخچالونه وسپارل شول

ياد یخچالونه د هلمند عامې روغتیا ریاست په هڅو د یونیسف نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ اخيستل شوي او د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړې وړتیا لري، چې په مرسته به یې واکسینونه په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۰
Background image

ارزګان ولایت کې د درې سوه اتیا زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتیایي مرکز پرانیستې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، مل پلاوي، د ارزګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.

یاد. . .

BACK TO NEWS