قاري عبدالولي صدیقي د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې له تخصصي روغتونونو او ناروغانو لیدنه وکړه
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رییسانو په ملتیا په کابل کې د سرطاني ناروغیو، عاجل ابن سینا او ماشومانو درملنې تخصصي او ثالثي روغتونونو څخه لیدنه ترسره کړه.
د مالي او اداري چارو مرستیال، له روغتیايي کارکوونکو سره د لیدنې ترڅنګ په یادو روغتونونو کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او له هغوی سره یې مالي مرسته هم وکړه.
ښاغلي مرستیال، د یادو روغتونونو بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې، د روغتیايي کارکوونکو هڅې یې وستایلې او هغوی ته یې سپارښتنې وکړې، چې د اختر په شپو ورځو کې ناروغانو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړي هدایت په مرکز او ټولو ولایتونو کې د اختر په شپو ورځو کې د روغتیايي مرکزونو فعال ساتلو هدایت شوی؛ ترڅو د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او له روغتیايي خدماتو برخمن وي.
