مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان له مرستیال سفیر او د درملو شرکتونو له پلاوي سره د روغتیايي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد له مرستیال سفیر، ښاغلي جمشید بدلوف او د یاد هېواد د درملو جوړولو شرکتونو له پلاوي سره ناسته ترسره کړ
په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې افغانستان ته له ازبکستان څخه د درملو د صادراتو پیل، په افغانستان کې د درملو د تولید ظرفیت او د ځینو درملو د واردولو پر اړتیا خبرې ترسره او نظرونه شریک شول.
همدارنګه، د بهرنیو شرکتونو د ثبت او راجستر بهیر کې د اسانتیاوو او د درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې د پانګونې فرصتونو په اړه بحث ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار وشو.
