بامیان ولایت کې د ۱۳۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت درې پراختیایي پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۱۵
moph

دغه پروژې چې د اغاخان بنسټ د روغتیايي خدمتونو پراختیایي بودیجې له لارې بشپړې شوې، په کې د درملو او طبي تجهیزاتو زیرمتون، د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو ګرمولو سیستم او د روغتون لپاره د اوبو د تصفیې دستګاه شامله ده.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د بامیان والي ښاغلی قاري ګل‌ حیدر شفق، د آغاخان بنسټ د روغتیايي خدمتونو مسؤلینو، د عامې روغتیا ریاست استازو، دیني عالمان، قومي مخورو او د نړیوالو همکارو بنسټونو استازو ګډون کړی ؤ.

د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د دغو پروژو پرانیسته د بامیان ولایتي روغتون کې د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، عامې روغتیا وزارت د هېواد په ولسوالیو کې د روغتونو جوړولو هڅې پیل کړي، چې له ډلې به یې د بامیان ولایت سیغان او کهمرد ولسوالیو کې هم مجهز روغتونونه جوړ شي؛ ترڅو خلکو ته د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو زمینه برابره شي.

همداراز، ښاغلي مرستیال وویل: د عامې روغتیا وزارت رهبري له نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ هڅه کوي، چې د افغانستان لپاره یو پر مختللی، ځواب ویونکی او اغېزمن روغتیايي سیستم رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده، چې دا پروژې د درملو او طبي تجهیزاتو ساتنې، د کارکوونکو او ناروغانو لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو او د روغتون د شنو ساحو خړوبولو په موخه تطبیق شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS