د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د روغتونونو له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۵۳
moph

په دې لیدنه کې روغتیايي مسؤلینو خپلې غوښتنې شریکې  او د تشکیل د کمښت، طبي وسایلو، امبولانسونو او نورو اړینو تجهیزاتو د برابرولو غوښتنه یې وکړه.

د عامې روغتیا وزیر، د بلخ ولایت د روغتیاپالانو هڅې وستایلې، هغوی ته یې د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده او د کار د دوام لپاره یې وهڅول. هغه همداراز، د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو ښه والي، په ولسوالیو کې د روغتونونو د جوړېدو له لارې په مرکزي روغتونونو کې د مراجعینو د ګڼې ګوڼې کمېدو، د اکمال تخصص برنامې د ازموینو شفافیت او منظم سیستم رامنځته کېدو په اړه وویل: چې په دې برخو کې عملي ګامونه اخیستل شوي او چارې به یې ژر بشپړې شي.

ښاغلي وزیر ډاډ ورکړ، د وزارت له داخلي بودجې څخه به بلخ ولایت ته اړین طبي وسایل برابر او د زون په کچه به د خدمتونو کیفیت لا پیاوړی شي.

دغه راز، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل د روغتیايي سکتور د پراختیا، پالیسیو او راتلونکو پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او زیاته یې کړه، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د پلان شویو پروګرامونو له لارې د خدماتو کچه لوړه او د خلکو اړتیاوو ته اغېزمن ځواب ووایي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS