د عامې روغتیا وزیر له نړیوالو تمویلوونکو سره د روغتیايي خدماتو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۸:۳۰
MOPH

د افغانستان ا.ا د عامې روغتيا وزير ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نړیوالو تمویلوونکو بنسټونو UNFPA، UNDP، نړیوال بانک ، ګلوبل فنډ ، GAVI ، ADB او اروپایي ټولنې له استازو سره پر لیکه مجلس ترسره کړ:

په دې مجلس کې د روغتیا ملي پالیسۍ پر سم تطبیق ، د راتلونکي ستراتیژیک لوري ټاکلو، د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا او پراختیا ، له ۲۰۲۶ کال وروسته د تمویل د احتمالي کمښت، د مالي مسؤلیتونو د تدریجي لېږد د اړتیا او الهي پېښو او لوژستیکي ستونزو له کبله د رامنځته شویو ننګونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر د شریکانو له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه او له تمویلوونکو یې وغوښتل، چې د لا زیاتو منابعو د جلبولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي، همدارنګه ښاغلي وزير په تدریجي ډول د مالي مسؤلیتونو پر غاړه اخیستنې او د دوامداره روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره مفصلې خبرې وکړې.

بل لور تمویلوونکو د وزارت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ د روغتیايي خدماتو د دوام او له نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ ملاتړ څرګند او د خپلو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ ،  غونډه د دواړو لورو تر منځ د همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان خلکو ته د دوامداره روغتیايي خدماتو برابرولو په موخه د ژمنې په بیا تازه کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS