بغلان ولایت کې ۶ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل  له منځه یوړل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۱۵
moph

د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت مسؤلینو د ۱۴۰۴ هـ ش کال په څلورو ربعو کې د دې ولایت د پلخمري ښار له بېلا بېلو سیمو څخه ۶ ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول کړي وو، چې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې له منځه يوړل شول.

په دې توکو کې (۱۰۶۷) قلمه له نېټې تېر درمل او ۳۸ قلمه بې‌ کیفیته خوراکي توکي شامل وو، چې ټولیز ارزښت یې (۷۳۵۰۳۷) افغانۍ ته رسېږي.

همدارنګه، په دې توکو کې د کینګ په نوم یو قلم چاکليټ، چې د لابراتواري معایناتو پایلې یې منفي ثابتې شوې وې، هم له منځه يوړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS