د د عامې روغتیا وزارت له لوري د MSIA مؤسسې سره د ۹،۶۷۹،۵۲۲ (نهه میلیونه شپږ سوه نهه اویا زره پنځه سوه دوه ویشت) امریکايي ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۵
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل، ننګرهار، کاپیسا، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات، کندهار، هلمند، سمنګان، غور، بامیان، پکتیا، خوست او فراه ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له MSIA مؤسسې سره (۹،۶۷۹،۵۲۲) نهه میلیونه شپږ سوه نهه اویا زره پنځه سوه دوه ویشت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د پنځه کلونو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې د يادو ولايتونو نږدې ۶۰۰ زره تنه اوسېدونکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلينو وويل، ياد تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، ورته د لاسرسي زياتولو او د ولس د روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د يادو ولایتونو نږدې شپږ سوه زره اوسېدونکي له لومړنیو او تخصصي خدماتو برخمن او ۴۰۴ تنو ته به په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د MSIA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د پنځو کلونو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS