د پکتيا ولايت د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا په موخه د عامې روغتیا وزارت او هيلت نيټ TPO ترمنځ د څه باندې ۱۰ ميليونه ډالرو تړون لاسليک شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۹:۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتيا ولايت خلکو لپاره د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا او پراختيا په موخه له هيلت نيټ TPO مؤسسې سره (۱۰،۳۴۹،۰۹۹) لس میلیونه، درې سوه نهه څلوېښت زره او نهه نوي ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د يو نيم کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې د بنسټيزو BPHS روغتيايي مرکزونو له لارې د پکتيا ولايت اوسېدونکو ته بنسټيز او تخصصي روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.

همدارنګه، د يادې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا ( ۱۵۳۸ ) تنو ته په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د کار زمينه هم برابره شي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلينو وويل، ياد تړون د روغتيايي خدمتونو د کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس د روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د پکتيا ولایت اوسېدونکي له اساسي روغتيايي خدماتو برخمن او ۱۵۳۸ تنو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د هيلت نيټ TPOمؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو نیم کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سم پلي کړي او د خلکو د روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو د لا ښه والي او خلکو ته د روغتيايي اسانتياوو برابرولو په موخه له ملي او نړيوالو مؤسسو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري د ټولنې په کچه ۴۰ روغتیايي کارکوونکو ته درې ورځنی روزنیز ټريننګ ترسره شو

دا ټريننګ چې د مسلکي ظرفیت  لوړولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه تر سره شو، په کې مهم موضوعات د مجربو استادانو له لوري وړاندې شول.

همدارنګه، د سمنګان ولایت د عامې. . .

BACK TO NEWS