په بامیان، فراه، بادغیس او کونړ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه د وقایې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۸
moph

دغه کمپاین د روغتیايي ټیمونو او اړوندو کارکوونکو په همکارۍ پیل شوی، چې ترڅ کې يې قصابانو، مالدارانو او نورو عامو هېوادوالو ته د کانګو ناروغۍ د خطرونو، لېږد لارو او مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او همدارنګه، د څارويو د حلالې پر مهال د دستکشو، ماسک او محافظتي جامو پر کارولو، په اوبو او صابون د لاسونو مینځلو، د حیواناتو د ساتنې ځایونو په دواپاشۍ او د حیواني کنو پر له منځه وړلو ټینګار وشو.

د يادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلین له هېوادوالو غواړي، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې مراعات او له روغتیايي ادارو سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS