د کابل ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنې روغتیايي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ریاست له لوري د کابل ولایت په سروبي، چهار اسیاب او قره باغ ولسوالیو او هودخېلو سیمه کې د ټولنې روغتیايي کارکوونکو (CHW) د ظرفیت لوړولو په موخه یو درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

په دې ورکشاپ کې ۵۵ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي، لومړني تشخیص، د ناروغانو راجع کولو او د غیر ساري ناروغیو د مدیریت په برخو کې روزنه ورکړل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي ټینګار وکړ، چې د ټولنې روغتیايي کارکوونکي د ناروغیو مخنیوي او کنټرول برخه کې حیاتي رول لري او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې زده کړي میتودونه له خپلو همکارانو سره شریکې کړي.

دغه ورکشاپ په اغېزمنه تعلیمي محتوا او ښه چاپیریال کې ترسره او ګډونوالو ور څخه بشپړ رضایت څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

هڅه کوو، چې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې برخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د سرطان د کنټرول ملي برنامې د عامه پوهاوي مسؤل، ډاکټر محمد داود میرکی د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

هر کال په نړۍ کې شاوخوا شل میلیونه انسانان په سرطان ناروغۍ اخته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ساختماني چارو او تاسیساتو ریاست اړوند (۱۴) تخنیکي بستونو لپاره د ازموینې اخیستلو بهير پيل شو

یاد بستونه چې د عامې روغتیا وزارت له لوري اعلان شوي وو،(۵۸۲) تنو ورته نوم لیکنه کړې وه، چې د اسنادو او د دندو لایحې ارزونې له مخې ورته (۱۹۹) تنه په شرایطو برابر بلل شوي او شارټ ليس شوي. . .

BACK TO NEWS