د روغتیا ملي ستراتیژۍ د مسودې نهايي کولو په موخه مشورتي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۲۲
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د وزارت مرکزي رئیسانو، افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان مشر ډاکټر ايډوين سينیزا سلواډور،  افغانستان لپاره د UNFPA سازمان مشر کوابينا اسانتي او د یونیسف او نورو ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو استازو ګډون کړی و.

ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي وویل: ( د روغتیا ملي ستراتیژۍ اساسي موخه د روغتیايي سیسټم پياوړتيا، په روغتیايي برخه کې عدالت، د روغتیا خوندیتوب، د خدماتو کیفیت لوړول او د ادارو له لوري ځواب ویل دي).

ښاغلي مرستيال زیاته کړه، په دې غونډه کې د ستراتیژۍ د جوړښت بڼه، ستراتیژیکې موخې، وړ پایلې، ملي لومړیتوبونه، د مداخلو محورونه او وړاندیز شوي پروګرامونه په مفصل ډول وړاندې کېږي. موږ له ګډونوالو غوښتنه کوو، چې خپل نظرونه، وړاندیزونه او تخنیکي عملیاتي لیدلوري، په ځانګړي ډول د تطبیق، تحويل، نظارت او همغږۍ په برخو کې له موږ سره شریک کړي؛ تر څو دا سند په یو جامع، واقعي او تطبیقېدونکی سند بدل شي).

همداراز، شیخ محمد طاهر حلیم د روغتیا ملي ستراتیژۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او ویې ویل: (نن ورځ د يوې سترې موخې لپاره ستراتیژي او دې هدف ته رسېدل یو لوی انتخاب دی، چې د بېلا بېلو زاویو له لارې کار کولو ته اړتیا لري او له نېکه مرغه موږ نن ورځ په دې برخه کې خپلې هڅې روانې ساتلي دي).

دغه راز، د پلان او پاليسۍ لوی رئيس، ډاکټر سید رسول منگل وویل: (د اسلامي امارت له راتګ وروسته روغتیا برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. خو ځینې ننګونې شته، چې د دې ستراتیژۍ د نهايي کولو او تطبیق له لارې حل کېږي او دا سند یو ژوندی او تطبیقېدونکی سند دی، چې د هېواد له واقعیتونو سره سمون لري).

بل لور، د ملي او نړیوالو ادارو استازو د روغتیا ملي ستراتیژۍ وروستۍ مسودې په اړه د‌ معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د عامې روغتیا وزارت سره یې د خپلو ادارو د همکارۍ ژمنې و

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS