د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري لومړي ځل لپاره په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې یو ملي روغتون پرانیسته ترسره او په خدماتو يې پيل وکړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۱۸
moph

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د یاد وزارت مرستيالانو او مرکزي رئیسانو، د بېلا بېلو امارتي ادارو استازو، په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوري دولت سفیر ښاغلي علي‌ رضا بېکدلي، د نړیوالو همکارو ادارو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: ( له نېکه مرغه موږ دا روغتون د ګډو هڅو په پایله کې پرانیزو او هيله مند يو، چې دا روغتون به د سرطاني ناروغانو لپاره د درملنې او امید يوه سرچينه وي.

 هغه زياته کړه، ډېر ژر به دې روغتون کې د داخلي متخصصینو روزنې په موخه روزنيز تخصصي پروګرامونه پیل شي او د اسانتیاوو او غوره امکاناتو برابرولو لپاره اړین اصلاحات تر کار لاندې نیول شوي دي.

ښاغلي وزير همداراز زیاته کړه، چې د هند له هېواد سره په همکارۍ به دې روغتون کې د راډیوتراپي خدمات هم برابر شي او تر اوسه هند هېواد د سرطاني ناروغیو درملنې برخه کې د يو ميليون ډالرو، چې لس ټنه درمل او طبي تجهیزات په کې شامل دي، مرسته کړې ده. همدارنګه، ښاغلي  وزیر له خلکو، په ځانګړې توګه له پانګه‌والو او خیریه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د سرطاني ناروغانو د درملنې او ملاتړ برخه کې همکاري وکړي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل:( عامې روغتيا وزارت په تېرو څلورو کلونو کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي دي، چې له ډلې یې د ماشومانو د زړه جراحي عملیات او د سرطاني ناروغیو درملنې ملي روغتون پرانیستل یادولای شو. نوموړي زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت د کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې روغتیايي خدمات لا پیاوړي کړي، تر څو هېوادوال درملنې لپاره د بهرنیو هېوادونو تګ ته اړ نه شي.

همداراز، په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس، الحاج شيخ محمد طاهر حليم وويل:( د خوښۍ ځای دی چې د عامې روغتیا محترم وزیر په هڅو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د شفقت په برکت، نن د ولس ارمان پوره شو او په ټول هېواد کې د سرطاني ناروغیو درملنې ملي روغتون پرانیستل کېږي).

سربېره پر دې د سرطان ملي پروګرام آمر، ډاکټر محمد شفیق امین وویل: ( دا روغتون د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د نويو پرمختګونو پیل دی او په راتلونکي کې به لا ډېرې اسانتیاوې هم برابرې شي.

 نوموړي زیاته کړه: نن موږ یوازې د یو روغتون پرانیسته نه کوو، بلکې د هیلو دروازې پرانیزو).

 

بل لور ته، د اروپايي ټولنې استازو د خپلو هر اړخیزو ویناوو سربېره د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS