د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له عمومي رئیس، ښاغلي جان ایلیف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۰:۴۶
moph

په دې لیدنه کې د عامه تغذیې خدماتو د پراختیا او پیاوړتیا، د خوړو نړیوال پروګرام د روانو فعالیتونو او مرستو، د عامه تغذیې پروګرامونو د لا ښه والي او اغېزمنتیا، د راتلونکو پلانونو او همکاریو څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر د خوړو نړیوال پروګرام د عمومي رئیس او مل پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د عامه تغذیې خدماتو پراختیا د هېواد له مهمو روغتیايي اړتیاوو څخه ده او په دې برخه کې باید مرستې لا منظمې، دوامداره او د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ تنظیم شي.

 ښاغلي وزیر زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره د همغږۍ او ګډو همکاریو پراختیا ته ژمن دی، څو وکولای شي د روغتیا په ټولو برخو کې خلکو ته باکیفیته او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

بل لور، د خوړو نړیوال پروګرام عمومي رئیس د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ د خپلو مرستو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د کونړ ولایت له زلزله‌ ځپلو او بیرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو او همکارۍ پلان لري. همداراز، نوموړي د تغذیې برخه کې د خپلو مرستو د دوام او پراختیا ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS