د خوړو او درملو معینیت کې د مرکز تخصصي روغتونونو د درملو او معالجوي کمېټې (DTC) د جوړولو درې ورځنی سیمینار پيل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۳۳
moph

یاد سیمینار د خوړو او درملو معینیت د درملیزو خدمتونو ریاست د متخصصینو له لوري د کابل ښار د تخصصي او درېمې کچې روغتونونو ۶۰ تنو کارکوونکو ته د بېلابېلو مهمو موضوعاتو (د درملو سم استعمال، د طبابت اخلاق، د میکروبي مقاومتونو د مخنیوی او نورو مهمو موضوعاتو) په اړه د یاد معینیت په عمومي تالار کې پیل شو.

د دې سیمینار په پرانیسته کې د درملو او روغتیایي محصولاتو لوی رئیس، ډاکتر نعیم‌الله ایوبي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د درملو او معالجوي کمېټې (DTC) پر ارزښت خبرې وکړې او د درملو سم استعمال یې د درملیزو مقاومتونو د کمولو، د درملنې د لګښت او مودې د راکمولو او د مړینې د کچې د ټیټولو په برخه کې اړین وباله او د ورته روزنیزو برنامو تر سره کول یې د هېواد د روغتونونو د روغتیایي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو لپاره حیاتي یاد کړل.

ډاکتر نعیم الله ایوبي زیاته کړه، د الله تعالی قول دی، چې د یوه انسان ژغورنه د ټول بشریت ژغورنه ده.

دغه راز، د خوړو او درملو معینیت د درملیزو خدمتونو رئیس، مولوي بشیر احمد هارون د یاد سیمینار د ټاکل شویو موضوعاتو پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د سیمینار ټول مطالب په پوره پاملرنې زده او په کاري سیمه کې یې عملي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

تخار ولایت کې څوارلس ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۱۴۷ قلمه درمل له منځه یووړل شول

یاد خوراکي توکي او درمل د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ روغتیایي مرکز کې د ۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د GeneXpert ماشین فعال شو

د دغه ماشین په فعالیت سره به د نري رنځ (TB) ناروغۍ د دقیق او چټک تشخیص په برخه کې شته ستونزې حل او د پام وړ ښه والی رامنځته شي.

همدارنګه، یاد ماشین به د نري رنځ ناروغۍ په مخنیوي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او ۲۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل:. . .

BACK TO NEWS