د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نورجلال جلالي د هند هیواد په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ دې هیواد ته په رسمي سفر لاړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۳۷
MOPH

دا سفر چې د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او ګډو هڅو د تنظیم په موخه ترسره کیږي څو ورځې به ادامه ولري، د سفر پر مهال به ښاغلی وزیر د هند له بیلا بیلو مسؤولینو او په ځانګړې توګه د روغتیا له مسؤولینو سره جلا کتنې ولري او په ځینې تنظیم شویو پروګرامونو کې به ګډون وکړي ، همدارنګه ښاغلی وزیر به د افغان روغتیایي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې زمینې برابرولو، د معیاري درملو افغانستان ته را واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو مواردو اړوند مجالس ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۱۷
Background image

د ا.ا.ا، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال او مل پلاوي د شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون له روغتیايي خدماتو څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د کابل د تخصصي او ثالثي روغتونو رئیس ښاغلي ډاکټر امین الله مومند هم شتون درلود ، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۶
Background image

د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا ریاست نظارتي ټیم له لوري د روانې اوونۍ په ترڅ کې لاندې فعالیتونه ترسره شوي دي

له ۳۶ پلورنځيو څخه نظارت شوی، چې شاوخوا ۱۲۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي ترې راټول شوي دي.

* له ۱۰ روغتیایي کتنځایونو څخه نظارت ترسره شوی، چې له ډلې یې ۷ روغتیایي کتنځایونه تړل. . .

BACK TO NEWS