د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۲۱
MOPH

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس استاد محمد یونس غالب، د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس استاد محمد یونس غالب وویل: «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو.»

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتون د جوړېدو چارې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۸:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د سرویلانس حمایوي ټیمونو (SST) لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دغه پروګرام د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا، د روغتیايي معلوماتو د کیفیت لوړولو او د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخه کې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی دی.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۸:۴۱
Background image

د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې د 1.5 میلیونه افغانیو په لګښت يوه روغتيايي ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

دغه ودانۍ د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په هڅو د شیرزادو ولسوالۍ د سوداګرو په شخصي لګښت د ماماخیلو په بشپړ روغتیایي مرکز کې د مور او ماشوم د درملنې څانګې لپاره جوړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۸:۳۸
Background image

د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یو نوی روغتیايي مرکز پرانیستل شو

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ شامکار سیمه کې د سیمې اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یو نوي روغتیايي مرکز (FFHC) پرانیسته تر سره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS