د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست د بېلابېلو ولایتونو ۲۰ تنه نرسانو ته د ځانګړو مراقبتونو (ICU) په برخه کې لس ورځینی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۹
moph

دغه ورکشاپ چې موخه یې د ځانګړو مراقبتونو په برخه کې د نرسانو د وړتیاوو لوړول و، په مرکز کې ترسره شو چې له جوزجان، کاپیسا، بامیان، تخار، ننګرهار، بلخ، هلمند، کندوز، غزني، بادغیس، کونړ، پنجشیر، لغمان، پکتیا، میدان وردګ او پروان ولایتونو څخه  په کې۲۰ تنه نرسانو ګډون کړی و.

د ورکشاپ په جریان کې، نرسانو د (ICU) په برخو کې د جدي ناروغانو د پاملرنې له پرمختللو مهارتونو او اصولو سره بلدتیا پیدا کړه، تر څو وکولای شي په ولایتي روغتونونو کې لا معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د دې ډول روزنیزو ورکشاپونو څخه د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د روغتیايي کارکوونکو مسلکي زده‌کړې د هېواد په کچه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS