د جوزجان ولایتي روغتون کې د نویو زېږېدلو ماشومانو څانګې د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۴۲
MOPH

د یادې څانګې ودانۍ د جوړېدو بنسټ ډبره د جوزجان د عامې روغتیا رئیس، الحاج قاري سید ذبیح‌ الله حسيني له لوري کېښودل شوه. دا پروژه د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عامې روغتیا وزارت له لوري تمویلېږي، چې په شپږو میاشتو به یې چارې بشپړې شي.

همدارنګه، د جوزجان د عامې روغتیا رئیس ډاډ ورکړ، چې اړمنو کسانو ته د لا غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره به له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د جوزجان ولایتي روغتون کې د نویو زېږېدلو ماشومانو څانګې د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د یادې څانګې ودانۍ د جوړېدو بنسټ ډبره د جوزجان د عامې روغتیا رئیس، الحاج قاري سید ذبیح‌ الله حسيني له لوري کېښودل شوه. دا پروژه د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عامې روغتیا وزارت له لوري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۲۴
Background image

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل او مل پلاوي هرات ولایت ته سفر ترسره کړ

دغه سفر چې موخه یې د یاد ولایت د روغتیایي علومو انسټیټیوټ څخه لیدنه او د چارو ارزونه وه، ترڅ کې یې دوکتور محمد قاسم عادل د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او د دغه ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۴
Background image

د پنجشیر ولایت روغتيايي مرکزونو سره د ۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د ژمنيو توکو مرسته وشوه

د پنجشیر ولایت د عامې روغتيا رئيس، ډاکتر حجت‌الله محمدي، وويل په دغه مرسته کې کمبلې، بخارۍ، ګاز، پوښونه او یو شمېر نور سون توکي شامل دي، چې د منظم پلان له مخې د ولایت د ټولو ولسوالیو او. . .

BACK TO NEWS