د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د (UNDP) سازمان له مشر، ښاغلي سټیفن روډرېک سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۱۰
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم پر جوړولو او د دې پروسې پر لا ادامې ، د محیطي روغتیا برنامو پر پېل او غښتلتیا ، د طبي زباله جاتو پر مدیریت ، د محیطي روغتیا اړوند ټرینرانو او روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او روزنې ، د ملاریا، توبرکلوز او اېچ آی وي ناروغیو د مخنیوي او د دې ناروغیو د مخنیوي اړوند څانګو پر هر اړخیز ملاتړ بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد سازمان له همکارۍ څخه په مننې د محیطي روغتیا برنامو پر پېل او غښتلتیا ، د طبي زباله جاتو پر مدیریت ، د راډیولوژیکي خطرونو څخه د کارکوونکو ساتنې ، د محیطي روغتیا اړوند ټرینرانو او روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او روزنې ، د اړمنو سیمو او روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم جوړولو،  او د ساري ناروغیو په کنټرول کې د یو این ډي پي همکاري او همغږي اړینه وګڼله.

دغه راز، د یو این ډي پي سازمان مشر او مل پلاوي د ذکر شویو برنامو پر دوامدار ملاتړ ژمنه وکړه او په وینا یې هڅه یې دا ده چې د افغانستان روغتیایي سیستم سره به په دوامداره توګه همکار اوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په موخه د خیرخانې ۱۰۲ بستریز او استقلال تخصصي روغتونونو څخه څلورم پړاو نظارت ترسره شو

د ټرینر متخصصینو، ټریني ډاکټرانو د ستونزو او اکمال تخصص پروګرام د تشو ارزونې په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي چارو ریاست د څارنې ټیمونو د خیرخانې ۱۰۲ بستر او استقلال تخصصي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۲
Background image

د غزني ولایت تخنیکی پوهنتون څه باندې ۷۰۰ محصلینو ته د نشه‌ يي توکو د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه علمي سیمنار تر سره شو

یاد سیمنار چې د غزني عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي مسؤلینو له لوري تر سره شو، ګډونوالو ته په کې د عامه پوهاوي اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په ننګرهار کې د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون روغتیايي خدمتونه وارزول

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روداتو ولسوالۍ د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS