د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا سره د یو شمېر مهمو موضوعاتو اړوند لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۹:۱۳
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، د روغتیایي مراکزو د درملو برخې په منظم تمویل، د روغتیایي پروژو او خدماتو په برخه کې د همغږۍ زیاتولو، په هېواد کې د انتاني روغتونو تمویل، د افغان جاپان او انتاني روغتونو د راډیولوژي مراکزو د خدماتو پر پیل، د ګرځنده خدماتو پر ځای ثابتو روغتیایي خدماتو ته لمړیتوب ورکولو، د میکروب ضد درملو (انټي بیاټیک) پر وړاندې د مقاومت اړوند سروی او عامه پوهاوي تر سره کولو، د هیپاټایټس ناروغانو د درملو او خدماتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر د نورو موضوعاتو تر څنګ وویل؛ اړینه ده چې د تور زیړي ناروغانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه وشي، دغه راز نوموړي د میکروب ضد درملو پر مقاومت د سروې کولو په اړتیا خبرې وکړې، همدارنګه ښاغلي وزیر په هېواد کې د انتاني روغتونو پر تمویل او ارزښت خبرې وکړې او دا یې د انتاني ناروغانو لپاره اړین وګڼل.

 بل لور د روغتیا نړیوال سازمان استازي د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو اړوند د معلوماتو ورکولو سربېره په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او په وینا یې هڅه کوي، چې اړونده برخو کې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږئ کړنې تر سره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۴
Background image

په کندز ولایت کې د انتاني ناروغيو درملنې ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتون‌ پرانيسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت د مقام  مرستیال، د امارتي ادارو يو شمېر رئیسانو، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو، متخصصينو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د غزني حوزوي روغتون د ودانیزو چارو او روغتیايي خدماتو ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د غزني حوزوي روغتون له خدماتو، نوي تعمیر او د اکسیجن پلانټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه تر سره کړه:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه‌ ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز. . .

BACK TO NEWS