د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر، ښاغلي ژاوشېنګ او مل تخنیکي پلاوي سره ولیدل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۹:۴۶
MOPH

په دې لیدنه کې د چین هیواد له لوري د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون او د کابل الشفاء روغتون د بیارغونې ، پراختیا او د عصري طبي تجهیزاتو برابرېدو اړوند خبرې ترسره شوې.

ښاغلي وزیر، د روغتیايي سیسټم پياوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول، د خدماتو پراختیا او په تجهیزاتو د روغتونونو سمبالېدل اړین وبلل او په همدې موخه یې د چین له سفیر او تخنیکي ټیم څخه د میرویس سیمه ییز روغتون بیا رغونې او پراختیا اړوند د لا پاملرنې غوښتنه وکړه نوموړي همدارنګه د کابل الشفاء روغتون د اړونده چارو لپاره ځینې موضوعات له راغلي پلاوي سره شریک کړل.

بل لور ته د چین هیواد سفیر خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د میرویس سیمه ییز روغتون بیا رغونې او پراختیا، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د اړینو طبي تجهیزاتو برابرولو اړوند د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند او ویې ویل، په نږدې راتلونکې کې به روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې د میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارې پیل شي ، نوموړي همداراز وویل هڅه کوي د الشفاء روغتون اړوند هم خپله هر اړخیزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS