د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ په تالار کې د Polymerase Chain Reaction (PCR) علمي کنفرانس ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۱:۱۳
MOPH

دغه کنفرانس د PCR ټکنالوژۍ د علمي، څېړنیزو او عملي اړخونو د ارزولو لپاره د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ د طبي ټکنالوژۍ څانګې له لوري ترسره شو، چې موخې یې د مالیکولي بیولوژۍ د یوې بنسټیزې وسیلې په توګه د PCR اهمیت روښانه کول، د دې ټکنالوژۍ علمي، څېړنیزو او عملي اړخونو څېړل، د ناروغیو د تشخیص او درمل جوړونې برخو کې د PCR ټکنالوژۍ د کارونې ارزونه او پرې سم پوهاوی او د ګډونوالو د مسلکي پوهې او مهارتونو لوړول دي.

په یاد کنفرانس کې ګډونوالو ته د PCR اصولو او تاریخچې، Real-Time PCR او د هغه د ګټو، د PCR په مرسته د ناروغیو تشخیص او په بیولوژیکي څېړنو کې PCR کارونې په اړه بېلابېلې مقالې وړاندې او د کنفرانس پایله له ګډونوالو سره شریکه شوه.

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ رئیس دوکتور محمد قاسم عادل د ګډونوالو له فعال ګډون څخه مننه وکړه، یاد کنفرانس یې مهم او د عامې روعتیا وزارت لپاره یوه لاسته راوړنه وبلله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS