د ننګرهار ولایت ښيوې ولسوالۍ کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو، لابراتوارنو، هوټلونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۵۱
moph

دغه نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۵۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.

دغه راز، د یاد نظارت په پایله کې دوه درملتونونه، یو لابراتوار او یو د خوراکي توکو پلورنځی له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول؛ ترڅو د بې کیفیته او غیر معیاري خدماتو مخ نیوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ناروغانو خونديتوب او ورته د غوره پاملرنې په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو، د مرکزي روغتونونو مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان او رسنيو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

BACK TO NEWS