د غور ولایت تیوره ولسوالۍ په یخن سفلي کلي کې یو فرعي روغتیايي مرکز پرانیستل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۳۸
MOPH

دا فرعي روغتیايي مرکز د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي عبدالواحد حماس، د دې ادارې د کارکوونکو، د روغتیا سیمه ییزې شورا استازو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې په رسمي توګه پرانیستل شو.

یاد روغتیايي مرکز د دې ولسوالۍ د یو اوسېدونکي له لوري د څه باندې یو میلیون افغانیو په شخصي لګښت جوړ شوی، چې د یوې مجهزې ودانۍ، تشخیصیه خونې، درملتون او د ناروغانو د استراحت خونې درلودونکی دی او په یو شمېر نورو اړینو وسایلو هم سمبال دی.

د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس، د دې غوره اقدام ستاینه وکړه او دا یې د یووالي، د ټولنیز مسؤلیت احساس او د حکومت سره د خلکو مستقیمې همکارۍ یوه بېلګه وبلله.

د عامې روغتیا رئیس زیاته کړه، دا چې غور ولایت د خپل جغرافیایي موقعیت، د اسانتیاوو نشتوالي او د هېواد له مرکز څخه د واټن له امله له روغتیايي ننګونو سره مخ دی، نو په داسې حالت کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو او پیاوړتیا کې د خلکو رول خورا حیاتي دی او موږ د داسې خیریه اقداماتو هرکلی کوو او په دې برخه کې تخنیکي او نظارتي ملاتړ ته ژمن یو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۲۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر په هند کې د چاپېریال او بهرنیو اړیکو له وزیر سره د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي هند هیواد ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د دې هیواد د چاپېریال، ځنګلونو او اقلیم بدلون وزارت او د دولت په چارو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د نړيوال سوداګريز سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه تر سره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري نړیوالو بازارونو ته د هېواد د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرولو په موخه د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) له مسؤلینو سره د صنعت او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د عامې روغتیا وزیر په هند کې د میکس او میټرو د زړه فوق‌تخصصي روغتونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د افغانستان لپاره د هند سفارت سرپرست کرن یادف سره په ګډه د میکس فوق تخصصي. . .

BACK TO NEWS