د عامې روغتیا وزارت مرستیال د ننګرهار روغتون کې د زلزلې ټپیانو د درملنې وضعیت و ارزوه

د ااا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي د زلزلې قربانیانو د درملنې وضعیت د ارزونې په موخه ننګرهار سیمه ییز روغتون کې د داخل بستر ټپیانو څخه لیدنه تر سره کړه:
د دې لیدنې موخه د زلزلې قربانیانو ته په سمه توګه رسېدنه او هغوی ته د مناسبو روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو جدي ټینګار وو ، د دې تر څنګ د دې لیدنې پر مهال د یاد روغتون له مسؤلینو سره د شته روغتیایي امکاناتو په اړه خبرې وشوې تر څو ډاډ تر لاسه شي، چې ټول روغتیايي خدمات په ښه ډول ناروغانو ته رسېږي.
ښاغلي مرستیال له روغتیایي مسؤلینو وغوښتل چې د اړتیا وړ درملو لیستونه چمتو کړي، ترڅو ژر تر ژره ټولو روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي او روغتونونه د درملو له کمښت سره مخ نشي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیایي کارکوونکو د ستړیاوو قدردانی وکړ او ورڅخه یې په پوره اخلاص د کړیو خدماتو مننه وکړه نوموړي همداراز له روغتیایي کارکونکو څخه غوښتنه وکړه چې خدمات باید لا هم معیاري او د ټولو لپاره يه منظم ډول وړاندې شي.