د عامې روغتیا وزارت د څارنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي کابل ولایت کې د HPRO مؤسسې له مسؤلینو سره د شته ستونزو د حل په موخه ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۹
MOPH

یاده ناسته کې د څارنې رئیس، د HPRO مؤسسې مسؤلینو ته چې د کونړ ولایت دانګام، اسمار، نرنګ، وټپور، او شیګل ولسوالیو کې د اوږدې مودې په ترڅ کې د زیانمنونکو کورنیو د وضیعت ملاتړ لپاره د یونیسیف له لوري د نغدي مرستو له ویش وروسته د څارنې خدمتونو مسؤلیت په غاړه لري، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د عامې روغتیا وزارت سره د شوې هوکړې پر اساس خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS