د عامې روغتیا وزارت د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د شتون او فعالیت د تنظیم په موخه یوه باصلاحيته کمیټه ټاکلې ده

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۸:۳۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ یوه باصلاحيته کمیټه ټاکلې؛ ترڅو د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه وڅېړي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کړي.

د دغې کمیټې له خوا د پیل شوي نظارت په بهیر کې له سټار، اریانا او خان روغتونونو څخه نظارت ترسره شو، چې د کمېټې مسؤلینو له لوري ورته د رسمي جواز اخیستلو او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

دغه نظارتي بهیر به له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS