د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ "میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو ته پاملرنه د راتلونکي لپاره پانګونه ده" تر شعار لاندې ونمانځل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۶:۱
MOPH

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، UNFPA استازو او د وزارت مرکزي رئیسانو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ګډونوالو ته په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو پراختیا، د خدمتونو عادلانه ویش، د عصري ټکنالوژۍ په مرسته د خدمتونو کیفیت لوړولو، د نویو روغتیايي مرکزونو له لارې خدماتو ته د لاسرسي، د درملو د بیو کنټرول او د عامه روغتیایي سیستم د پیاوړتیا په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي مرستیال دغه راز وویل: (د روغتیایي خدمتونو سیستم معیاري کول، د روغتیا برخې د اړتیاوو ارزونه، د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته رسېدنه او د میندو او ماشومانو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه د هغو اقداماتو څخه دي، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ پرې کار کړی او په دې برخه کې هڅې لا هم دوام لري).

همداراز د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، ښاغلي شیخ محمد طاهر حلیم ګډونوالو ته د اسلام له نظره د روغتیا ارزښت په اړه وینا ترسره او له هغوی یې وغوښتل، چې د ځان او خپلو کورنیو روغتیا ته پاملرنه وکړي.

بل لور، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان او UNFPA استازو د روغتیا نړیوالې ورځې په اړوند هر اړخیزې ویناوې ترسره کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS