د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز  له لوري افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو په موخه د ستراتېژۍ بحث تر سرلیک لاندې ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۷
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر عبدالقدوس بریالي، افغانستان کې د پولیو برخې د نړیوالو موسسو مسئولینو او د یادې برخې ولایتي او سیمه ییزو مسئولینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني پولیو یوه ساري او خطرناکه ناروغي وګڼله او د مخنیوي غوره لار یې د پولیو ضد واکسین یاد کړل.

ښاغلي مرستیال، وویل: " افغانستان کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره نړیوالو شریکانو سره په ګډه یو منظم پلان رامنځته شوی، چې په تطبیق سره به یې د هېواد د ټولو سیمو ماشومان واکسین ته لاس رسی پیدا کړي".

ښاغلي حقاني دغه راز د پولیو له منځه وړل د عامې روغتیا وزارت لومړیتوب یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې د نړیوالو شریکانو سره په ګډه به د یادې ناروغۍ د واکسین خدمات پراخ او پر مټ به یې د هېواد د ټولو سیمو ماشومانو ته واکسین د لاس رسي وړ او له لارې به یې د یادې ناروغۍ مخنیوی ته زمینه برابره شي.

په یاد کنفرانس کې ګډونوالو د پولیو له منځه وړلو په موخه خپلې تجربې، نظرونه، راتلونکي پلانونه او غوښتنې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS