د روغتیايي معلوماتو سیستم کې د ارقامو انلایز او غوره تحلیل په موخه یو واحد ټارګیټ سیستم رامنځته کېږي

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۲
moph

همدې موخې ته د رسېدو لپاره د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت په مشرۍ د روغتیا معلوماتي سیستم  (HMIS) تخنیکي ټیم سره په ګډه یو میکانیزم رامنځته شو، چې پایله یې له (WHO, UNFPA, Global Fund, UNDP او UNICEF) ادارو له استازو سره شریکه شوه او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې واحد ټارګیټ سیستم به په نږدې راتلونکي کې رامنځته شي، چې له مخې به یې کاري شریکان د روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ خپلې چارې او فعالیتونه ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS