۱۵۰ تنه روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته وسپارل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۸:۴۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري مرکز کابل کې ۱۵۰ تنه روږدي کسان تر ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني، د سندونو، اړیکو او دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رییسانو، د روږدو کسانو د درملنې ملي برنامي مسئولینو او روغتیاپالانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني د روږدو کسانو په درملنې خوښي وښوده او په نشه یې توکو روږدیتوب سره پر ګډې مبارزې یې ټینګار وکړ.

ښاغلي حقاني دغه راز زیاته کړه چې عامې روغتیا وزارت د دې ستونزې حل لپاره د درملنې ځانګړي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او د ملي پروګرامونو له لارې یې د روږدو فزیکي، رواني او ټولنیزې برخې په پام کې نیولې.

د یادونې ده چې په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د سندونو، اړیکو او دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د معالجوي طب لوی رییس ډاکټر وحدت الکوزي او د روږدو کسانو د درملنې ملي پروګرام رییس مولوي انعام الله عمار د نشه یې توکو د استعمال په زیانونو، درملنې او فعالیتونو هر اړخیزې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS