د کندهار، هلمند او هرات ولایتونو په تخصصي روغتونونو کې د متخصصینو د روزنیز پروګرام پیاوړتیا په موخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۴۲
moph

د ولایتي تخصصي روغتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو په لړ کې چې موخه یې په تخصصي برنامو کې ستونزو ته رسېدنه، په روغتونونو کې د یادې برنامې د ځانګړي کریکولم پلي کول او د تخصصي برنامو بډایه کول دي، دا ځل د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي ریاست عملیاتي ټیم د کندهار، هلمند او هرات ولایتي روغتونونو څخه لیدنې ترسره کړې.

یاد پلاوي په دغو روغتونونو کې د بېلابېلو تخصصي څانګو څخه لیدنې ترسره کړې، چې موخه یې د اکمال تخصص برنامې معیاري کول او په دې برنامه کې شته ستونزو ته رسېدنه ده؛ ترڅو د اکمال تخصص برنامې د معیاري کولو او ټولنې ته د روزل شویو متخصصینو په وړاندې کولو سره هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS