د عامې روغتیا وزارت مرکزي ر‌‌ئیسانو د تخصصي او ثالثي روغتونونو له مسوولینو سره د ستونزو حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۵:۴۴
MOPH

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د تخصصي او ثالثي روغتونونو د تشکیل زیاتوالي، د ګمارنې او تدارکاتي پروسو کې د اسانتیا رامنځته کول، په یادو روغتونونو کې د نویو څانګو رامنځته کول، د بودیجې پر زیاتوالي خبرې وشوې.

د تخصصي او ثالثي روغتونونو مسوولینو خپل وړاندېزونه او غوښتې مطرح او د حل غوښتنه یې وکړه.

بل لور مرکزي رییسانو د تخصصي او ثالثي روغتونونو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی شریکې شوې ستونزې به د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ سره شریکې کړي؛ تر څو په اړه یې لازم اقدامات تر سره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS