د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پنجشیر ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دغه ولایت له والي سره وکتل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۶:۱
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبد الولي حقاني او ورسره مل پلاوي پنجشیر ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دغه ولایت له والي، الحاج حافظ محمد آغا حکیم سره وکتل

په دې کتنه کې په پنجشیر ولایت کې د روغتیايي خدمتونو په لا ښه کېدو، د نویو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو او روغتیايي پراختیا بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د خپل سفر د موخې  په اړه وویل: “راتګ مو دې ولایت ته د روغتیايي خدمتونو ارزول دي؛ ترڅو ستونزو ته حل لار پیدا او روغتیايي خدمات پیاوړي کړو.

د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم د روغتیا وزارت رهبرۍ ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ولایتي روغتون د پاتې چارو د بیا پیل غوښتنه وکړه او د ستونزو د حل په موخه یې ورسره یو شمېر وړاندیزونه شریک کړل.

 د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په روغتیايي برخه کې د ستونزو د حل او وړاندیزونو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS