د عامې روغتیا وزیر چین هیواد ته سفر تر سره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۹:۵۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلی مولوي نورجلال جلالي په یوه نړیوال روغتیايي کنفرانس کې د ګډون او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا غښتلتیا په موخه تیره ورځ چین هیواد ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا ښاغلی وزیر مولوي نور جلال جلالي به د دې سفر پر مهال د کنفرانس د ګډون تر څنګ له ځینې روغتیايي مراکزو او روغتیايي مسؤولینو سره لیدنې هم ولري چې موخه یې د هیواد د روغتیايي سیستم لا معیاري کول او د اړتیاوو لپاره د نړیوالو سره هر اړخیزې همکارۍ ته زمینه سازي کول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS