د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د افغانستان لپاره د قطر هیواد له شارژدافیر ښاغلي دوکتور مردف القاشوطي سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۸:۵۵
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د افغانستان لپاره د قطر هیواد له شارژدافیر ښاغلي دوکتور مردف القاشوطي سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونه ، د روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه د طبي تجهیزاتو تر لاسه کولو او د کندهار پر ۴۰۰ بستریز جوړیدونکي روغتون خبرې تر سره شوې.

ښاغلي معین د قطر هیواد د افغانستان له روغتیايي سیستم سره هر اړخیزه همکاري اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د تر سره شویو کړنو مننه وکړه ، ښاغلي شرافت د هیواد د روغتیايي سیستم لپاره د افغانستان اسلامي امارت د ژمنتیا او او تعهد څرګندونه وکړه او په وینا یې په دې برخه کې د لا ښه والي هڅې جریان لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS