د غږیزې ککړتیا د مخنیوي او حفظ الصحې د مراعت کولو په موخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۱۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د ټاکل شوي پلاوي له لوري، د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د غږیزې ککړتیا کمولو، د هوټلونو، حمامونو او شرکتونو د حفظ الصحې په موخه نظارت ترسره شو.

د یاد نظارت په ترڅ کې د چاپیریال روغتیا ریاست پلاوي د هوټلونو، حمامونو، شرکتونو او ګڼو نورو برخو مسؤلینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او حفظ الحصې اړوند لازمې سپارښتنې وکړې او د بېلا بېلو برخو مسؤلینو ته یې د حفظ الصحې، روغتیایې پیغامونو او لازمو سپارښتنو اړوند لایحې ورکړل شوې او په بېلا بېلو برخو کې له هغه پلورونکو څخه  چې د روغتیايي جواز پرته فعالیت کوي، ژمنه واخیستل شوه، چې له دې وروسته به له روغتیايي جواز پرته فعالیتونو نه ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS