د ننګرهار ولایت امارتي روغتونونو سره د ۸ کانټینره درملو مرسته وشوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۴:۲۳
MOPH

دغه مرسته د ننګرهارعامې روغتیا ریاست په همغږۍ د یونیسف سازمان له لوري د دغه ولایت له امارتي روغتونونو سره وشوه، چې په کې سل قلمه بېلا بېل ډوله درمل شامل وو.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، الحاج امین الله شریف وویل، دغه درمل د یونیسف سازمان له لوري د ننګرهار امارتي روغتونونو ته د درې میاشتو لپاره ورکړل شول؛ چې په مرسته به یې د درملو په برخه کې ستونزې حل شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له تخنیکي استازو سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د هېواد په سرحدي سیمو کې د فعالو روغتیايي ټیمونو د فعالیتونو د لا ښه همغږۍ، د عامې روغتیا وزارت د سرويلانس له څانګې سره د همکارۍ او په DHIS2 سیستم کې د روغتيايي معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ملاریا، لشمانیا او ډینګي ناروغیو مخنیوي په موخه د دواپاشۍ کمپاين پیل شو

دغه کمپاين د عامې روغتیا وزارت د ملاریا عمومي پروګرام په هڅو پیل شوی، چې موخه یې د ناروغیو د لېږدوونکو حشراتو له منځه وړل او د خلکو روغتیا خونديتوب دی، چې د سپین بولدک، ژړۍ او پنجوایي. . .

BACK TO NEWS