ملا بخت الرحمن شرافت د یوې غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه معرفي شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۵:۴۶
MOPH

په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي، د چارو ادارې مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالباري عاطف، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو، رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالباري عاطف وویل: د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس د چارو د لا ښه والي په موخه ښاغلی، ملا بخت الرحمن شرافت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه معرفي شو.

همدارنګه د چارو ادارې مرستيال د احکامو اطاعت د اسلامي امارت په نظام کې يو اصل یاد کړ او د عامې روغتيا وزارت نوي او پخواني مرستیالانو ته يې د خداى جل جلاله له دربار څخه په خپلو دندو کې د لا زياتو برياليتوبونو هيله وکړه.

د یادې ناستې په دوام کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري په نظام کې تغیرات د چارو د ښه والي او د لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو او خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره اړین وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت کې د احکامو اطاعت یو اصل دی چې موږ ټول یې اطاعت کوو.

ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو لپاره ملا بخت الرحمن شرافت یو تجربه کار، با استعداده او په کار پوه شخص وباله او د متعال رب له دربار څخه یې ورته د خلکو په خدمت کې د بریالیتوبونو هیله وکړه.

دغه راز یې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو د پخواني مرستیال ښاغلي مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د ترسره کړو خدمتونو يادونه وکړه او ورته یې د ټولګټو چارو وزارت کې د نوې دندې د بریالیتوب هیله وکړه.

له بلې خوا په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د عامې روغتیا وزارت د دفتر لوی رئیس ښاغلي شیخ الحدیث محمد طاهر حلیم او د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو پخواني مرستیال ښاغلي مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په غونډه کې د اطاعت تر سره کړیو خدماتو او خدمت په اړه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۹
Background image

په لوګر کې د خوارځواکۍ د کمولو لپاره له AYSO سره هوکړه لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري لوګر ولایت کې د لنډو قدونو د شيوع او د خورځواکۍ د نورو ډولونه کمولو په موخه له Afghan Youth Services Organization-AYSO مؤسسې سره د (۳۶۸۸۷۰) درې سوه اته شپېته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزیر کندهار، زابل او ارزګان کې د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو عمومي روغتونونو د جوړېدو بنسټ ډبرې کېښودې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار، زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو عمومي روغتونونو د. . .

BACK TO NEWS