په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په موخه د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۵:۳۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د وزارت له رئیسانو، د مقام د دفتر مشاورینو، آی سي آر سي او یو شمېر نورو ادارو استازو سره په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په موخه د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د تخصصي او ثالثي روغتونونو، تدارکاتو، بشري سرچینو او مالي ریاستونو مسؤلینو د پرېزینټیشن په ترڅ کې ګډونوالو ته د اړوندو ریاستونو د ستونزو او حل لارو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مالي، تدارکاتي، بشري سرچینو، په روغتونونو کې د خدماتو د لا ښه کولو، تخصصي او خصوصي سکتور برخو کې څو فرعي کمېټې وټاکلې؛ ترڅو په روغتونونو کې د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په موخه خپلې طرحې چمتو او د ټولو طرحو له راټولولو وروسته یوه جامع طرحه جوړه او له تائید وروسته پرې اجراات ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS