د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نایب امین الله خان روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۱:۲۲
MOPH

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي خدمتونو د بهیر څخه د لېدنې سربېره په دې روغتون کې د جدي پاملرنې څانګې د جوړېدو له چارو هم لیدنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

نوموړي همداراز د یاد روغتون له مسؤلینو سره په دې روغتون کې د یو شمېر نورو روغتیايي برخو پر پراختیا هم بحث او خبرې ترسره او دې برخې ته یې د بشپړې پاملرنې ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS